بيت الخلاء ته دننوتلو
دوعا
دچپى پښى په ننوتلو سره به دادوعا وائى :
اللهُمَّ إِنّي أعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ والخبائِثِ : ([1])
ترجمه : يا الله زه تاپورى دنارينه شيطانانو اوښځينه شيطانانو څخه پنا نيسم.
دبيت الخلاء نه دراوتلو دوعا
اَلْحَمْدُلِله الَّذِيْ اَذْهَبَ عَنِّيْ الْاَذَيْ وَعَافَانِيْ : ([2])
ترجمه : ټول تعريفونه الله پاك لره دي چاچه زمانه تكليف وركوونكى څيزلرى كړو اوما ته ئي ارام راكړو.
دسفردكولو دوعا
سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ: ([3])
ترجمه: الله تعالي پاك دى چاچه دازمونږ په قبضه كى راكړاومونږ د هغه قدرت نه بغير دى لره قبضه كوونكى نه وو اوبيشكه مونـږلره خپل رب ته واپس كيدل دي .
دسفرنه دواپسى دوعا
آيِبُوْنَ، تَائِبُوْنَ، عَابِدُوْنَ، لِرَبِّنَا حَامِدُوْنَ : ([4])
ترجمه : مونږ واپس كيدونكى يوتوبه كونكى يو بنده گى كوونكى يوسجده كونكى يو دخپل رب تعريف كونكى يو .
دمسافردوعامقيم ته )څوك چه په سفرځى نوپاتى خلكوته دى داسى وائى
(أَسْتَوْدِعُكُمُ اللهَ الَّذِيْ لاَ تَضِيْعُ وَدَائِعُهُ:([5])
ترجمه : تاسوسپارم هغه ذات ته چه نه ضائع كيږي هغه ته سپارل شوى شيان.
No comments:
Post a Comment