Followers

Wednesday, December 31, 2014

دقيامت کوچنۍ نښي

دقيامت کوچنۍ نښي
۱ . دقیامت په وړو نښو کی تر ټولو اولنی نښه د حضر محمد ص پیدا کیدل او دهغه مبارک وفات وو او دا به هغه نبی وی چی د هغه په امت به قیامت راځی
۲ . اولاد به دخپل مور او پلار نافرمانه شی دوستان به خپل ګڼی او والدین به پردی بولی
۳ . علم به پورته شی اوپر ځای به ی جهالت په خلګو کی خپورشی او دین علم به خلګ د دنیا د لاسته راوړلو لپاره حاصلوی 

۴ . نااهله خلګ به واکداران وګرځی هر ډول کاروبار چوکی او منصبونه به نالایقو ته وسپارل شی او د چارو واک به هغه چاته ورکول کیږی له چا سره به چی د دی لیاقت نه وی

۵ . خلګ به په دی وجه د ظالمانو او بدو خلګو عزت کوی چی له شر څخه به ی ډاریږی چی تکلیف راته ونه رسوی 

۶ . په ډاګه به خلګ شراب سکی او ترڅنګ به ی زناګانی بدکاری عامی شی
 
۷ . اتڼ وهونکی او سندرغاړی ښځی به په عام ډول هرځای پیداشی او ورسره به دسندرو ږغولو سامانونه او موسیقی آلات هم عام شی

۸. خلګ به په خپلو پخوانیو بزرګانو باندی بد ردویل پیل كړی 

۹ . درواغ ویل به په خلګوکی عام شی او دابه خلګ کمال ګڼی 

.۱۰ . امیران او چارواکی به د هیواد او دولت شتمنی خپل ذاتی ملکیت ګڼی 

۱۱ . په امانتونو کی به خلګ خیانت پیل کړی او د امانت په ډول ښودل شوی شی به داسی ګڼی لكه داچی د ده ذاتی ملکیت وی 

۱۲ . دنیکانو پرځای به رزیل او بدکار خلګ دقومونو قبیلو او سیمو سرداران شی 

۱۳ . شرم حیا به بالکل ختم شی 

۱۴ . ظلم او زورواکی به عامه شی 

۱۵ . ایمان به داسی راغونډ او دمدینی منوری خواته ولاړ شی څنګه چی مار د خپل ځان په راټولولو سره بیرته د خپل غار لوری ته ګرځی

۱۶ .  داسی حالات به راشی چی پردین ولاړ خلګ به د هغو خلګو په شان وی چاچی د اور سکروټه په خپل لاس کی نیولی وی

۱۷ .خلګ به فکر کوی چی په زکات ورکولو سره ځان ته تاوان رسوی خو دغنیمت مال به بیا هر څوک خپل ګڼی

۱۸ .نارینه به دخپلی مور نافرمانی کوی خو دخپلی ښځی به په هرڅه کی فرمانبرداری کوی 

۱۹ .دښځو شمیر به زیات شی او سړی به کم شی تردی چی یو نارینه ته به د ۵۰ ښځو پالنه ورپه غاړه وی 

۲۰ .ترقیامت له مخه به د حضوراقدس ص په امت کی دیشت ۳۰ لوی لوی دروغجن او دجال راځی دوی به هر یو د نبوت دعوه کوی پداسی حال کی چی حضرت محمد ص اخرنی نبی دی او ترهغه وروسته راتلونکی بل نبی نه شته

۲۱ .د عراق په مشهور دریاب فرات کی به د سرو زرو یو غر یا دسرو زرو خزانه راڅرګندیږی چی پرسربه ی خلګ له یو بل سره سختی جګړی وکړی او په دغو جګړو کی به له هرو سلو څخه ۹۹ نفر ووژل شی
کیدای شی چی د سرو زرو له غره یاخزانی څخه دی مقصد د عراق تیل وی والله اعلم 

۲۲ .کله چی دغه نښانی راڅرګندی شوی نو وروسته به تری سخت عذاب پیل شی په دی کی به سره بادونه طوفانونه راشی له اسمان څخه به ډبری اوریدل پیل شی ځینی خلګ به په ځمکه ننوځی دخلګو شکلونه به مسخ شی او په دی پسی به دقیامت څونوری نښی داسی ژر ژر په پرله پسی ډول راڅرګندی شی لکه دامیل د تار په شکیدو چی دانی له هغه څخه خپل ځانونه باسی .

راټولونکي : محمدجان روُفي

No comments:

Post a Comment