Followers

Monday, December 22, 2014

د لقمان حکيم (ع) 50 نصيحتونه خپل بچی ته



د لقمان حکيم (ع) 50 نصيحتونه خپل بچی ته




١-  اے بچوړيه! هيڅوک او يا هيڅ څيز له خداے پاک سره مه شريکوه.

٢- له مور او پلار سره نېک چلند کوه.

٣- پوه شه چی هيڅ څيز له خداے پاک نه پټ نه دے.

٤- لمونځ په هغه ډول چی ښائی اداء کړه.

٥- د نورو نصيحتونه او مشورې مه هېروه.

٦- له بدکارو نه هيڅ وخت د نېکۍ او ځوانمردۍ طمعه مه کوه.

٧- له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.

٨- په لاره تللو کی درميانه اوسېږه.

٩- په نورو باندې غصه مۀ کوه او ورسره په نرمۍ خبرې کوه.

١٠- په هغه څه چی نورو ته يې نصيحت کوې خپله پری زر عمل کوه.

١١- لږې خبرې کوه.

١٢- خپل رازونه دې فقط  له ځانه سره وساته.

١٣- هغه دوست ته دوست ووايه چی په سختۍ کښی دې په کار شوے وی.

-14  له بدانو او جاهلو سره انډيوالي مۀ کوه.

-15  له عالمانو او هوښيارو خلقو سره تعلقات وساته.

 - 16 په کاروبار او نېک کار کښی جدی اوسه.

17 - د ځلميتوب ورځې دې غنيمت وشمېره.

-18  د دوستانو احترام کوه.

 -19 د مور او پلار وجود غنيمت وشمېره.

 -20استاذان د مور او پلار په څېر وګڼه.

21- په ټولو کارونو کښې ميانه حاله اوسه.

22  - اولاد ته دې اسلام او دينداری ور وښايه.

23 _ په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ اودۀ کېدلو ځان عادت کړه.

_24 د نورو مدد او مرستې ته مۀ په طمه کېږه.

25_ هيڅ کار مخکی له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.

26 _ د نن کار سبا ته مه پرېږده.

 27_ له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه.

 _28محتاجان له خپل مال او دولت نه مه محروموه.

_29 تېره شوې جګړه او دښمنی مه تازه کوه.

30 _ د نورو نېک کار په خپل ځانه مه تپه.

31 _ له خپلوانو سره خپلوی مه پرې کوه.

32  _ د ولاړو خلقو په مخکې مه کښېنه.

33 _ هيڅوک د چا په مخکی مه رسوا کوه.

 _34ويل شوې خبره بار بار مه تکراروه.

 _35له ښځني خوي او لباس نه ډډه وکړه.

 _36په بدکارۍ کښی له چاسره لاس مه يو کوه.

37 _ په هيڅ کار کښی بيړه مه کوه.

38  _ د خبرو په وخت کښی د نورو خبرې مه پرې کوه.

39 _ د خلقو په اصلاح کښی يوه زره  سستی هم مه کوه.

40ا _ ادب او عاجزی هيڅکله هم مه هېروه.

41  _ له خداے پاک  سره صادق او له خلقو سره په انصاف چلېږه.

 _42د مشرانو احترام او په کشرانو نرمی کوه.

43 _ د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.

 _44عمر او روزی په حساب او کتاب ده، نو له هيچانه مه ويرېږه او مه تری طمع کوه.

45 _ عمر د عبادت او بندګۍ لپاره غنيمت وشمېره.

46 _ هغه څه چی خداے پاک درکړي دي پرې باندې خوښ اوسه.

47 _له نېکو او ايماندارو خلقو سره مشوره کوه.

 _48 خرچ دې له ګټې نه کم ساته.

 _ 49 هر څومره چی کولې شې له مېلمه سره مهربانه اوسه.

50 _ د ښځی او اولاد د بی ځايه غوښتنو پېروی مه کوه.

  

No comments:

Post a Comment