(يوه قيصه)

دوی
وپوښتل: آيا د کور څښتن يا سړے په کور کښې شته؟
ښځې
(نه) ځواب ورکړاو ورته يې وويل: هغه بهر وتلے دے.
دوی
وويل: ښه نو چې نشته، بيا نو مونږ کور ته نه شو ننوتلې.
په
همدې ورځ ماښام، چې د ښځې خاوند کور ته راغے او له
ښځې يې وپوښتل، چې ورځ څنګه تېره شوه….؟
ښځې يې
همدا قيصه ورته وکړه او خاوند يې په ځواب کښې ورته وويل: لاړه شه او هغوی بيا را
وبله، ښځې هماغسې وکړل او هغوی يې کور ته راوبلل.
درې
واړو سپين ږيرو په ځواب کښې وويل: موږ درې واړه يو ځاے يو کور
ته نه ځو.
ښځې
ورنه وپوښتل: ولې؟
يو
سپين ږيري ورته خبره تشريح کړه: هغه خپل يو ملګري ته اشاره وکړه او وې ويل: د هغه
نوم شتمني ده او بل ته يې هم اشاره وکړه او وې ويل: د هغه نوم
برياليتوب دے او زه مينه يم يعنې زما نوم مينه دے. نو اوس لاړه شه او په خپلو منځونو کې پرېکړه وکړﺉ، چې کوم يو ستاسو
کور ته درشو.
ښځه
خپل کور ته دننه شوه او خپل مېړۀ ته يې قيصه بيان کړه، خاوند يې ډېر
خوشاله شو او وې ويل: څومره ښه، چې قيصه داسې ده؛ نو راځئ چې شتمني راوبلو، هغې ته
به اجازه ورکړو، چې راشي او زموږ کور له شتمنيو ډک کړي.
د هغۀ
ښځې رد کړه او وې ويل: چې زما ګرانه، ولې کور ته برياليتوب نه رابلو.
د دوی
وړه لور، چې د کور په يوکونج کښې ناسته وه او د دوی خبرې يې اورېدې، له لرې يې
راټوپ کړل او وړانديز يې وکړ: آيا دا به ښه نه وي، چې مينه راوبلو؟ بيا به زموږ
کور له مينې ډک وي.
ښځې او
ميړه يې وويل: راځئ چې د خپلې لور وړانديز ومنو، لاړه شه او د هغو له ډلې څخه مينه
راوبله.
ښځې
همداسې وکړل او له هغه دريو سپين ږيرو څخه يې وپوښتل، په تاسو کښې کوم يو سپين ږيرے مينه ده؟ مهرباني دې وکړي چې راشی او زموږ مېلمه شی او موږ ته د کوربه
توب وياړ راوبښی.
مينه
نومې سپين ږيرے راولاړ شو او د کور خواته يې قدم وهل پيل کړل، چې
دغه دوه نور هم په مينې پسې روان شول. ښځه حيرانه شوه. له شتمني او برياليتوب نه
يې وپوښتل: ما يوازې مينه بللې ده، نو تاسو ولې راځی؟
سپين
ږيرو ځواب وکړ: که تاسو شتمنۍ يا برياليتوب ته بلنه ورکړې وې؛ نو هغه نور دوه به
بهر پاتې وو، خو تاسې مينه وبلله، موږ هم له مينې سره تړلي يو، چرته چې مينه ده
هلته شتمني او برياليتوب هم شته!!!!!.
ژباړه: رفيع الله ستانکزے - کابل
No comments:
Post a Comment