Followers

Wednesday, December 31, 2014

دقيامت کوچنۍ نښي

دقيامت کوچنۍ نښي
۱ . دقیامت په وړو نښو کی تر ټولو اولنی نښه د حضر محمد ص پیدا کیدل او دهغه مبارک وفات وو او دا به هغه نبی وی چی د هغه په امت به قیامت راځی
۲ . اولاد به دخپل مور او پلار نافرمانه شی دوستان به خپل ګڼی او والدین به پردی بولی
۳ . علم به پورته شی اوپر ځای به ی جهالت په خلګو کی خپورشی او دین علم به خلګ د دنیا د لاسته راوړلو لپاره حاصلوی 

۴ . نااهله خلګ به واکداران وګرځی هر ډول کاروبار چوکی او منصبونه به نالایقو ته وسپارل شی او د چارو واک به هغه چاته ورکول کیږی له چا سره به چی د دی لیاقت نه وی

۵ . خلګ به په دی وجه د ظالمانو او بدو خلګو عزت کوی چی له شر څخه به ی ډاریږی چی تکلیف راته ونه رسوی 

۶ . په ډاګه به خلګ شراب سکی او ترڅنګ به ی زناګانی بدکاری عامی شی
 
۷ . اتڼ وهونکی او سندرغاړی ښځی به په عام ډول هرځای پیداشی او ورسره به دسندرو ږغولو سامانونه او موسیقی آلات هم عام شی

۸. خلګ به په خپلو پخوانیو بزرګانو باندی بد ردویل پیل كړی 

۹ . درواغ ویل به په خلګوکی عام شی او دابه خلګ کمال ګڼی 

.۱۰ . امیران او چارواکی به د هیواد او دولت شتمنی خپل ذاتی ملکیت ګڼی 

۱۱ . په امانتونو کی به خلګ خیانت پیل کړی او د امانت په ډول ښودل شوی شی به داسی ګڼی لكه داچی د ده ذاتی ملکیت وی 

۱۲ . دنیکانو پرځای به رزیل او بدکار خلګ دقومونو قبیلو او سیمو سرداران شی 

۱۳ . شرم حیا به بالکل ختم شی 

۱۴ . ظلم او زورواکی به عامه شی 

۱۵ . ایمان به داسی راغونډ او دمدینی منوری خواته ولاړ شی څنګه چی مار د خپل ځان په راټولولو سره بیرته د خپل غار لوری ته ګرځی

۱۶ .  داسی حالات به راشی چی پردین ولاړ خلګ به د هغو خلګو په شان وی چاچی د اور سکروټه په خپل لاس کی نیولی وی

۱۷ .خلګ به فکر کوی چی په زکات ورکولو سره ځان ته تاوان رسوی خو دغنیمت مال به بیا هر څوک خپل ګڼی

۱۸ .نارینه به دخپلی مور نافرمانی کوی خو دخپلی ښځی به په هرڅه کی فرمانبرداری کوی 

۱۹ .دښځو شمیر به زیات شی او سړی به کم شی تردی چی یو نارینه ته به د ۵۰ ښځو پالنه ورپه غاړه وی 

۲۰ .ترقیامت له مخه به د حضوراقدس ص په امت کی دیشت ۳۰ لوی لوی دروغجن او دجال راځی دوی به هر یو د نبوت دعوه کوی پداسی حال کی چی حضرت محمد ص اخرنی نبی دی او ترهغه وروسته راتلونکی بل نبی نه شته

۲۱ .د عراق په مشهور دریاب فرات کی به د سرو زرو یو غر یا دسرو زرو خزانه راڅرګندیږی چی پرسربه ی خلګ له یو بل سره سختی جګړی وکړی او په دغو جګړو کی به له هرو سلو څخه ۹۹ نفر ووژل شی
کیدای شی چی د سرو زرو له غره یاخزانی څخه دی مقصد د عراق تیل وی والله اعلم 

۲۲ .کله چی دغه نښانی راڅرګندی شوی نو وروسته به تری سخت عذاب پیل شی په دی کی به سره بادونه طوفانونه راشی له اسمان څخه به ډبری اوریدل پیل شی ځینی خلګ به په ځمکه ننوځی دخلګو شکلونه به مسخ شی او په دی پسی به دقیامت څونوری نښی داسی ژر ژر په پرله پسی ډول راڅرګندی شی لکه دامیل د تار په شکیدو چی دانی له هغه څخه خپل ځانونه باسی .

راټولونکي : محمدجان روُفي


ډيره په زړه پوري برنامه ---- دوزخ وپيژني جهنم وپيژني --- Mohamamd Yasin ...

http://youtu.be/qC7bZ_xle8A




مولوي محمد ياسين فهيم بيان په باره د نيک مرغه ښځه ----Mohammad Yasen Fah...

Good Luck

Learn from your mistakes better your self this Year.You can not go back to the last second,minute,hour,day,month or year,your growing old by every second which means  your end is nearing you get packing do good deeds that is the only CURRENCY which will be valid there.Good  luck Keep ALLAH and RASOOLRULLAH in mind always.Please remember all Ummah and me in you DUA`S...!!!.


Mohammad Yasin Fahim --- د دردونو نعمت او دخوشحالي لاس ته راوړنه

Friday, December 26, 2014

Mohammad yasin Fahim Bayan about Naw Rooz

Mohammad Yasin Fahim pashto Bayan ----- هدايت

لمونځ د غم پر وخت!




لمونځ د غم پر وخت ښه خواخوږی دئ

څرګنده خبر ه ده،  چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  بعثت او د ژوندهره کړنه يې د خلکو  رحمت او رهنمود دئ په دغه لړۍ کي د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم  د ارشاداتو څخه يوستره لارښوونه  دمصيبتونو او غمونو په  وخت کي د يوښه خوا خوږي پيداکول دي هغه، چي رسول الله  صلی الله عليه وسلم  خواخوږئ بللی دئ، هغه لمونځ دئ، که يې فقط څوک تجربه کړي حتمابه يې خواخوږي وڅکي روښنايې اوګټه به يې وويني که چاته څه ځانګړی تکليف متوجه وي او دلوړو درجو  درلودونکی هم وي لمانځه ته دي مراجعه وکړي، پدغوکي فضيلت والا لاندي لمونځونه دي،  چي خوراډېري ګټي يې ثابتي دي :  

دتهجد لمونځ دتهجدلمونځ په ټولونفلي لمونځونوکي ډېر ثواب لري اوطريقه يې داسي ده: کله چي مسلمان ورور د ماخستن تر لمانځه وروسته بيده سي، ترڅه خوب کولووروسته بيرته ويښ سي په همدغه وخت کي دوه ياڅلور يا اته يادوولس رکعته نفل وکړ ي وروسته که وخت وي بېرته بيده سي پدي شرط، چي دسهارلمونځ يا جماعت ځني قضا نه سي اوکه وخت نه وي نو بهتره ده، چي په عبادت اخته سي څوسهارسي او دسهارلمونځ په جماعت اداکړي دتهجد د لمانځه زيات ثوابونه په حديث شريف کي راغلي دي چي دبې شميره برکتونو او رحمتونوسبب ګرځي، دتهجدپه وخت کي دعاقبلېږي پاته دي نه وي چي دتهجد دلمانځه ترنيت وړاندي لاندي دعاوواياست
 :  « اللَّهُمَّ إِنِّى أَعُوذُ بِكَ مِنْ ضِيقِ الدُّنْيَا وَضِيقِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ».

ژباړه :اې الله  جل جلاله  ! زه د دنيا او اخرت دتنګيوڅخه پناه غواړم

داستخاري لمونځکله چي څوک ديوه کار اراده وکړي يعني داچي يوځای ته  سفرکوي، تجارت پيلوي اوداسي نور ، نولومړى دي داستخارې په نيت دوه رکعته لمونځ وکړي،  بيا به لاندي دعاووايې
  اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيمِ فَإِنَّكَ تَقْدِرُ ، وَلاَ أَقْدِرُ وَتَعْلَمُ، وَلاَ أَعْلَمُ وَأَنْتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ خَيْرٌ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي ، أَوْ قَالَ عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ - فَاقْدُرْهُ لِي وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي ، أَوْ قَالَ فِي عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ - فَاصْرِفْهُ عَنِّي وَاصْرِفْنِي عَنْهُ وَاقْدُرْ لِيَ الْخَيْرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ رَضِّنِي بِهِ )) . 

کله چي يې پورته دعاوويل وروسته دي په او داسه پر پاکه بستره په مسنونه طريقه سره پر ېوزي،  بيده به سي که يې کوم ښه يا د خوشحالۍ شى وليدي نوموړی کار  دي وکړي اوکه يې دخپګان يا پرېشانۍ  شى وليدئ ،  نو نوموړی کار دي نه کوي، پاته دي نه وي چي که پورتنۍ عمليې يوځلي  نتېجه ورنه کړ ه ، تردرو ورځو پوري دي يې تر سره کړي.  

دڅاښت لمونځ : دڅاښت وخت تقريباً دلمرختو څخه درې ساعته وروسته دئ، يعني داچي لمرښه راپورته سي نودوه، څلور يا اته رکعته نفل دي اداکړي، دغه ته دڅاښت لمونځ ويل کيږي او زيات فضائل اوبرکات يې سته .   ( هنديه : ج،٣:ص،٤٧٣ ، من المندوبات صلوة الضحى )  

صلوة اوابيننوموړى لمونځ  دماښام تر لمانځه  وروسته شپږ رکعته دئ ،  البته دوه دوه رکعته د نفلو نيت تړل کيږي،  يعني په دريو نيتونو اداکيږي د دې لمانځه ډېر فضائل راغلي دي، رسول کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايې:  څوک چي د ماښام تر لمانځه وروسته شپږ رکعته نفل اداکړي د دغونفلو او د ماښام د لمانځه ترمنځ يې خبري نه وي کړې الله  جل جلاله   به د دوولسوکالو د عبادت ثواب ورکړي .  

اشراق لمونځ: دسهارترلمانځه وروسته څوک دلمانځه پرځاى کښېني د دنيا خبري اوکار و بار ونه کړي،  بلکي وخت په عبادت ، درس اوتبليغ تېر کړي کله  چي دلمرختوڅخه پنځلس دقيقې تېري سوې، دوه ياڅلوررکعته لمونځ دي د اشراق په نيت اداکړي دغه لمانځه ته داشراق لمونځ ويل کيږي . ( هنديه : ج،٣:ص،٤٧٣ ، من المندوبات صلوة الضحى )  

تحية الوضوءکله چي څوک اودس تازه کړي نودستي دوه رکعته تحية الوضوء په نيت لمونځ وکړي،  د رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه ددغه لمانځه فضائل ثابت دي . ( هنديه : ج،٣:ص،٤٧٣ ، من المندوبات صلوة الضحى )  

تحية المسجدکله چي څوک مسجدته داخل سي نودتحية المسجد په نيت دوه رکعته نفل اداکړي، همدغه لمانځه ته تحية المسجد ويل کيږي .  
هنديه : ج،٣:ص،٤٧٣ ، من المندوبات صلوة الضحى (  
 ليکنه: مولوي عبدالهادي "حماد"

Monday, December 22, 2014

يو مسلمانه خور او يو مسلمان ورور بايد څنګه په يوه ټولنه کي ژوند وکړي

دمسلمان سړي او مسلمانۍ ښځي ارزښت ايمان او اخلاق دي

مينه ښکلي قيصه


(يوه قيصه)


يوه ښځه، چې خپل مېړه يې په کور کښې نه ؤ له کوره بهر راووتله او ويې ليدل، چې د دې د کور مخې ته درې سپين ږيري ناست وو. ښځې ورباندې غږ وکړ: که څه هم زۀ تاسونه پېژنم، خو ښکاري چې وږي شوي يئ، مهرباني وکړﺉ، زموږ کور ته راشئ او لږ څه شے وخورﺉ.

دوی وپوښتل: آيا د کور څښتن يا سړے په کور کښې شته؟
ښځې (نه) ځواب ورکړاو ورته يې وويل: هغه بهر وتلے دے.
دوی وويل:  ښه نو چې نشته، بيا نو مونږ کور ته نه شو ننوتلې.
په همدې ورځ ماښام، چې د ښځې خاوند کور ته راغے او له ښځې يې وپوښتل، چې ورځ څنګه تېره شوه
ښځې يې همدا قيصه ورته وکړه او خاوند يې په ځواب کښې ورته وويل: لاړه شه او هغوی بيا را وبله، ښځې هماغسې وکړل او هغوی يې کور ته راوبلل.
درې واړو سپين ږيرو په ځواب کښې وويل: موږ درې واړه يو ځاے يو کور ته نه ځو.
ښځې ورنه وپوښتل: ولې؟
يو سپين ږيري ورته خبره تشريح کړه: هغه خپل يو ملګري ته اشاره وکړه او وې ويل: د هغه نوم شتمني ده او بل ته يې هم  اشاره وکړه او وې ويل: د هغه نوم برياليتوب دے او زه مينه يم يعنې زما نوم مينه دے. نو اوس لاړه شه او په خپلو منځونو کې پرېکړه وکړﺉ، چې کوم يو ستاسو کور ته درشو.
ښځه خپل کور ته دننه شوه او خپل مېړۀ  ته يې قيصه بيان کړه، خاوند يې ډېر خوشاله شو او وې ويل: څومره ښه، چې قيصه داسې ده؛ نو راځئ چې شتمني راوبلو، هغې ته به اجازه ورکړو، چې راشي او زموږ کور له شتمنيو ډک کړي.
د هغۀ ښځې رد کړه او وې ويل: چې زما ګرانه، ولې کور ته برياليتوب نه رابلو.
د دوی وړه لور، چې د کور په يوکونج کښې ناسته وه او د دوی خبرې يې اورېدې، له لرې يې راټوپ کړل او وړانديز يې وکړ: آيا دا به ښه نه وي، چې مينه راوبلو؟ بيا به زموږ کور له مينې ډک وي.
ښځې او ميړه يې وويل: راځئ چې د خپلې لور وړانديز ومنو، لاړه شه او د هغو له ډلې څخه مينه راوبله.
ښځې همداسې وکړل او له هغه دريو سپين ږيرو څخه يې وپوښتل، په تاسو کښې کوم يو سپين ږيرے مينه ده؟ مهرباني دې وکړي چې راشی او زموږ مېلمه شی او موږ ته د کوربه توب وياړ راوبښی.

مينه نومې سپين ږيرے راولاړ شو او د کور خواته يې قدم وهل پيل کړل، چې دغه دوه نور هم په مينې پسې روان شول. ښځه حيرانه شوه. له شتمني او برياليتوب نه يې وپوښتل: ما يوازې مينه بللې ده، نو تاسو ولې راځی؟
سپين ږيرو ځواب وکړ: که تاسو شتمنۍ يا برياليتوب ته بلنه ورکړې وې؛ نو هغه نور دوه به بهر پاتې وو، خو تاسې مينه وبلله، موږ هم له مينې سره تړلي يو، چرته چې مينه ده هلته شتمني او برياليتوب هم شته!!!!!.


ژباړه: رفيع الله ستانکزے - کابل

د لقمان حکيم (ع) 50 نصيحتونه خپل بچی ته



د لقمان حکيم (ع) 50 نصيحتونه خپل بچی ته




١-  اے بچوړيه! هيڅوک او يا هيڅ څيز له خداے پاک سره مه شريکوه.

٢- له مور او پلار سره نېک چلند کوه.

٣- پوه شه چی هيڅ څيز له خداے پاک نه پټ نه دے.

٤- لمونځ په هغه ډول چی ښائی اداء کړه.

٥- د نورو نصيحتونه او مشورې مه هېروه.

٦- له بدکارو نه هيڅ وخت د نېکۍ او ځوانمردۍ طمعه مه کوه.

٧- له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.

٨- په لاره تللو کی درميانه اوسېږه.

٩- په نورو باندې غصه مۀ کوه او ورسره په نرمۍ خبرې کوه.

١٠- په هغه څه چی نورو ته يې نصيحت کوې خپله پری زر عمل کوه.

١١- لږې خبرې کوه.

١٢- خپل رازونه دې فقط  له ځانه سره وساته.

١٣- هغه دوست ته دوست ووايه چی په سختۍ کښی دې په کار شوے وی.

-14  له بدانو او جاهلو سره انډيوالي مۀ کوه.

-15  له عالمانو او هوښيارو خلقو سره تعلقات وساته.

 - 16 په کاروبار او نېک کار کښی جدی اوسه.

17 - د ځلميتوب ورځې دې غنيمت وشمېره.

-18  د دوستانو احترام کوه.

 -19 د مور او پلار وجود غنيمت وشمېره.

 -20استاذان د مور او پلار په څېر وګڼه.

21- په ټولو کارونو کښې ميانه حاله اوسه.

22  - اولاد ته دې اسلام او دينداری ور وښايه.

23 _ په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ اودۀ کېدلو ځان عادت کړه.

_24 د نورو مدد او مرستې ته مۀ په طمه کېږه.

25_ هيڅ کار مخکی له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.

26 _ د نن کار سبا ته مه پرېږده.

 27_ له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه.

 _28محتاجان له خپل مال او دولت نه مه محروموه.

_29 تېره شوې جګړه او دښمنی مه تازه کوه.

30 _ د نورو نېک کار په خپل ځانه مه تپه.

31 _ له خپلوانو سره خپلوی مه پرې کوه.

32  _ د ولاړو خلقو په مخکې مه کښېنه.

33 _ هيڅوک د چا په مخکی مه رسوا کوه.

 _34ويل شوې خبره بار بار مه تکراروه.

 _35له ښځني خوي او لباس نه ډډه وکړه.

 _36په بدکارۍ کښی له چاسره لاس مه يو کوه.

37 _ په هيڅ کار کښی بيړه مه کوه.

38  _ د خبرو په وخت کښی د نورو خبرې مه پرې کوه.

39 _ د خلقو په اصلاح کښی يوه زره  سستی هم مه کوه.

40ا _ ادب او عاجزی هيڅکله هم مه هېروه.

41  _ له خداے پاک  سره صادق او له خلقو سره په انصاف چلېږه.

 _42د مشرانو احترام او په کشرانو نرمی کوه.

43 _ د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.

 _44عمر او روزی په حساب او کتاب ده، نو له هيچانه مه ويرېږه او مه تری طمع کوه.

45 _ عمر د عبادت او بندګۍ لپاره غنيمت وشمېره.

46 _ هغه څه چی خداے پاک درکړي دي پرې باندې خوښ اوسه.

47 _له نېکو او ايماندارو خلقو سره مشوره کوه.

 _48 خرچ دې له ګټې نه کم ساته.

 _ 49 هر څومره چی کولې شې له مېلمه سره مهربانه اوسه.

50 _ د ښځی او اولاد د بی ځايه غوښتنو پېروی مه کوه.

  

د جنت مېرمن حضرت فاطمه زهرا عليها السلام فرمائي:




خداے پاک جل جلاله
 
(( روژه )) يې د اخلاص د ثابتولو ذريعه
(( حج )) يې د اسلام د مبين دين د مضبوطولو ذريعه
(( عدل )) يې د زړونو د پېوند او غږملتيا ذريعه
(( اطاعت )) يې د مسلمان ملت د نظم او ضبط ذريعه
(( امامت )) يې له تفرقې او بې اتفاقۍ څخه د امان ذريعه
(( جهاد )) يې د اسلام د عزت ذريعه
(( صبر )) يې د حق او اجر حاصلولو ذريعه
(( امر بالمعروف )) يې د خلقو د اصلاح ذريعه
(( له مور پلار سره نېکي )) يې د خداے پاک د قهر د مخنيوي ذريعه
(( صله رحم )) يې د مټو او زور د  زياتېدو ذريعه
(( قصاص )) يې د نفوسو د حفاظت ذريعه
(( د نذر او منښتې پوره کول )) يې د بخښنې ذريعه
(( له کم فروشۍ څخه مخنيوے )) يې له کمښتونو سره د مبارزې ذريعه
(( له شرابخورۍ څخه منعې )) يې له پليدو او ککړتياو څخه د پاکوالي ذريعه
(( له تهمتونو او ناروا نسبتونو څخه پرهېز )) يې د خداے پاک د غضب په وړاندې د پردې ذريعه
(( له غلا څخه پرهېز )) يې د نفس د عزت د حفاظت ذريعه
(( د شرک حرامول )) يې د بندګۍ د اخلاص او د حق د ربوبيت ذريعه
وګرځوله

خپلي مسلمانۍ خور او مسلمان ورور ته نصيحت او دوخت نه استفاده کول

Thursday, December 18, 2014

هغه عملونه چي انسان دګناه څخه ورباندي بچ کيزي

دفرض لمونځ نه وروسته دوعاگانى



أَسْتَغْفِرُ اللهَ ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ ،اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلاَمُ وَمِنْكَ السَّلاَمُ، 
تَبَارَكْتَ يَا ذَا الْجَلاَلِ وَالإِكْرَامِ: 

ترجمه: بښنه غواړم تانه يا الله جَلَّ جَلَالُهبښنه غواړم تانه يا اللهجَلَّ جَلَالُه ، بښنه غواړم تانه يا الله جَلَّ جَلَالُه، ياالله جَلَّ جَلَالُه ته سلامتيا واله ئي اوستاطرف نه سلامتيا ده دبركت والائي اى خاونده دعظمت اوعزت


سُبْحَانَ اللهِ)۳۳) وَالْحَمْدُ لِلَّهِ )(۳۳) (وَاللهُ أَكْبَرُ) (۳٤) 

 لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ  

ترجمه :  الله جَلَّ جَلَالُه پاك دى،دكمال ټول صفتونه الله جَلَّ جَلَالُه لره دى،الله جَلَّ جَلَالُه دهرشى نه ډير لوى دى  نشته بل حقدار دبنده گى مگر الله جَلَّ جَلَالُه دى چه يودى شريك نه لري دهغه په اختيار كى بادشا هى ده هغه لره 
كامل صفات ي  اوالله په هرشي باندى پوره قدرت لرونكى دي .

 اللَّهُمَّ أَعِنِّيْ عَلَى ذِكْرِكَ، وَشُكْرِكَ، وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ 

ترجمه : اى الله ! زما امداد اوكړى چه ستاذكراوكړم اوستا شكر اداكړم اوستا ښه عبادت اوكړم .

أَسْتَغْفِرُكَ الَّذِي لاَ إِلَهَ إِلاَّ هوَا لْحَيُّ قَيُّوْمُ وَأَتُوبُ إلَيْهِ 

ترجمه : مغفرت غواړم دالله جَلَّ جَلَالُه نه چه هغه ذات دي چه دده نه علاوه بل څوك نشته ژوندى دى اودهميش لپاره قائم دي اوزه هم ده ته توبه اوباسم

که مو زه په ياد شوم احتياج ديوې دعا مو يم