Followers

Sunday, November 30, 2014

ښکلي معلومات


- په نړۍ كي تر ټولو زيات چي كوم كتاب چاپيږي هغه قرآنكريم دى . 
درسول الله صلي الله عليه وسلم شكل مبارك د حضرت ابراهيم عليه وسلم په شان وو . 
د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم اخيرنۍ غزا د تبوك غزا وه .
هغه كافر ابن قميه وو چي د احد په غزا كي يې د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم غاښونه مبارك شهيدان كړي وه . 
حضرت محمد صلي الله عليه وسلم دوه ځله حضرت جبرائيل عليه وسلم په خپل اصلي صورت كي ليدلى وو . 
د الله جل جلاله  په حكم سره تر ټولو لومړى چي كوم پيغمبر هجرت كړى وو حضرت لوط عليه وسلم  وو. 
د حضرت موسى عليه وسلم  ذكر يوسل او شپږ دېرش ځله په قرآنكريم كي سوى دى . 
 د حضرت ادم عليه وسلم عمر زر كاله وو . 
هغه پيغمبران چي په ماشوموالي كي پيغمبري وركړل سوې ده حضرت عيسى عليه  او حضرت يحيى عليه وسلم وه . 
هغه پيغمبر چي په صبر كي ډېر مشهور وو حضرت ايوب عليه وسلم  وو . 
هغه پيغمبر چي په حسن كي ډېر مشهور وو حضرت يوسف (ع) وو . 
د حضرت يحيى (ع) مزار په دمشق كي دى . 
تر ټولو پيغمبرانو لومړى حضرت ادريس (ع) قلم استعمال كړى وو . 
د حضرت نوح (ع) په قوم باندي د اوبو عذاب راغلى وو. 
شيداد د حضرت هود (ع) په زمانه كي تير سوى دى . 
د حضرت عبدالله ابن مسعود(رض) جنازه حضرت عثمان غني (رض) كړې وه . 
هغه خليفه چي هغه د خپل ذاتي حفاظت د پاره هيڅ يو محافظ نه وو مقرر كړى حضرت عمر بن عبدالعزيز(رض) وو . 
هغه صحابي چي نوم يې په قرآنكريم كي راغلى دى زيد بن حارث (رض) دى . 
هغه خليفه چي د هغه په وفات باندي د مسلمانانو څخه زيات يهوديانو او عيسويانو ژړلي وه حضرت عمر بن عبدالعزيز (رض) وو . 
په ښځو كي تر ټولو لومړى حضرت خديجې (رض) اسلام راوړى دى . 
قرآنكريم تر ټولو لومړى په لاتيني ژبه ژباړل سوى دى

No comments:

Post a Comment