Followers

Friday, November 28, 2014

پخئ خبري

تور لګول د سکارو په شان ده، که د ونسوزوی نو توروی دي
هرهغه څوک چی ریښتنې خبرې نکوي، په حقیقت کی یو پټ شیطان ده.   (معمر الق‍ذافی)
که په لمانځه وی، نو د  زړه مواظفت د کوه.     ( لقمان حکیم رح)

که چیری د خوړلو په حالت کی وی،  د ستونی سره د احتیاط کوه.    ( لقمان حکیم رح)
که د بل چا به کور کی وی، نو د سترګو ساتنه د کوه.    ( لقمان حکیم رح)

که چیري د یوه دوست سره خبری کوی، د خپلی ژبی سره  د احتیاط کوه.  ( لقمان حکیم رح)
کوم چی د صبا لپاره فکرمند دي، همیشه کامیابه کیږی. (سخنان حکیمانه)

لږ ډاریږه او زیات هیله مند اوسیږه. لږ خوره او زیات ژوول کوه. کم آه کوه او زیات نفس اوباسه. لږ متنفره او  زیات مینه لرونکی اوسیږه. وروسته به ووینی چی ټول ښه څیزونه شاید ستا وی.  (سخنان حکیمانه)
نباتات چی غږ درلودنکی ندي، په دی معنی نده چی درد نلري.     (سخنان حکیمانه)
د خپل ځان او نورو د خطاګانو څخه پند واخله.   (بزرگمهر حکیم)
هر  وظیفه چی د ټولو نه درته ته نیژدی ده په سر یی ورسوي.      (ګوته)

سعادت د پوټبال د توپ غوندی مثال لري، کله چی د مونږ نه لری کیږي پسی زغلو او کله چی نیږدی شی بیا یی په یوه لغته د ځانه څخه لری کوو. (راز موفقیت)
هوښیارترین څوک هغه ده چی د ژوند امتحان د ځان د ښه مواظبت او ساتنی سره پای ته ورسوی، ځکه چی بیا امتحان او دوهم چانس نشته.  
داسی خندا کوه لکه هیڅ کله د چی ژړلی نه وې، داسی لوبی کوه لکه هیڅ کله د چی بایللی نه وی، داسی مینه وکړه لکه چی هیڅ کله پکښی ځوریدلی نه وې، او داسی ژوند وکړه لکه سبا چی نه وی.
هغه حقیقت ته ترجیح ورکوم کوم چی ما ته آزارکونکی وي، نسبت هغه درواغو ته کوم چې تسکین کونکی وي.  (بر بال آرامش)
ځان د هیچا سره مه پرتله کوي، که مو داسی وکړل نو پخپله مو خپل ځان ته توهین کړی دي.

تیز فکر کوه، مګر ارامه خبری.    (سخنان حکیمانه)

د ښه زړه په لټه کی شه نه د ښکلی صورت، ځکه ښکلا همیشه نه پاتی کیږی مګر هغه چی ښه دي همیشه ښکلی دي.   (سخنان حکیمانه)

که چیری زړه د هغه شیانو سره چی تړاو ورسره نه لری ، بند نه کړی ته به هیڅ کله پریشانه نه شی.    (افلاطون)

هغه خلک چی د فریاد په ځای خاموشی اختیاروی. باالاخره یوه ورځ را رسیږی چی د صبرکولو په نتیجه کی خلاصون مومی.


No comments:

Post a Comment