Followers

Thursday, December 11, 2014

De Qatal Bayan------ دقتل بيان په اسلام کي ديو مسلمان ورور وژنه څومره ګن...

ائينه كى دمخ كتلو دوعا

ائينه كى دمخ كتلو دوعا

اللَّهُمَّ اَنْتَ حَسَنْتَ خَلْقِىْ فَحَسِّنْ خُلْقِىْ  


ترجمه : اى الله ! څنگه چه تازماشكل ښه جوړكړى دى زما اخلاق هم ښه كړى 


كله چه څوك درته دچاسلام راورسوى نورارسوونكى ته داسى ووايه


وَعَلَيْكَ وَعَلَيْهِ السَّلاَمَ
ترجمه : په تااوپه هغه باندى دى سلامتياوي


كله يوناخوښه څيز اووينى نو دادوعا وايه


الحَمْدُ للهِ عَلَى كُلّ ِحَال


ترجمه: الله تعالي په هرحال كى دتعريف حقدار دي


څوك چه درسره نيكى اوكړى نوداورته اووايهجَزَاكَ اللهُ خَيْراً

ترجمه : الله جَلَّ جَلَالُه دي تاته ددي نه بهتره بدله دركړى

ناروغ ته دپوښتنى په وخت كى داسى وايهلاَ بَأْسَ طَهُوْرٌ إِنْ شَاءَ اللهُ  
ترجمه : هيڅ فكرمكوه ان شاء الله دامريضتيا به تادگناهونونه پاك كړي .

دغوصى په وخت كى دوعاكله چه يوانسان ته ډيره غصه ورشى نوكه ولاړوى نوكښيدني اوكه ناست وى نوډډه دى ولگوى اودادى ووائي .

أَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ: 
ترجمه : پناه نيسم الله تعالى پورى دشيطان شړل شوي اورټل شوى نه .

دتلاوت كولو اداب 1-   اودس كول 2-   دتلاوت دشروع پرمهال اعوذ باالله --- -اوبسم الله ---- ويل 3-   دتلاوت په دوران كى دونيا وي خبرى نه كول 4-   په ښى لاس سره دقرآن كريم اخيستل اوبل چاته  وركول 5-   دتلاوت پرمهال قبلى ته مخ كول اوپه ادب سره كښيناستل 6-   دتلاوت پروخت دبدن ، لباس اوځاى پاكوالى مراعات كول 7-   كله چه ډيرخلك وي نوپه ټيټ اواز سره تلاوكول

8-   دنوروپه تلاوت كى اختلال نه كول 9-   دتلاوت په اخر كى صَدَقَ اللهُ الْعَظِيْمَ ويل 10-    ددوزخ  اوعذاب ايتونو دلوستلو پروخت ژړا كول اودجنت او نعمتو نو دايتونو په لوستلو سره دهغى دوعاكول  تلاوت كوونكى بايد دنورو خلكو نه په اوچت ځاى باندى ناست وى .


بيت الخلاء ته دننوتلو دوعا

بيت الخلاء ته دننوتلو دوعا

دچپى پښى په ننوتلو سره به دادوعا وائى :
اللهُمَّ إِنّي أعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ والخبائِثِ : ([1])

ترجمه : يا الله زه تاپورى دنارينه شيطانانو اوښځينه شيطانانو څخه پنا نيسم.

دبيت الخلاء نه دراوتلو دوعا

اَلْحَمْدُلِله الَّذِيْ  اَذْهَبَ عَنِّيْ الْاَذَيْ وَعَافَانِيْ : ([2])

ترجمه : ټول تعريفونه الله پاك لره دي چاچه زمانه تكليف وركوونكى څيزلرى كړو اوما ته ئي ارام راكړو.

دسفردكولو دوعا

سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ  وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ: ([3])

ترجمه: الله تعالي پاك دى چاچه دازمونږ په قبضه كى راكړاومونږ د هغه قدرت نه بغير دى لره قبضه كوونكى نه وو اوبيشكه مونـږلره خپل رب ته واپس كيدل دي .

دسفرنه دواپسى دوعا

آيِبُوْنَ، تَائِبُوْنَ، عَابِدُوْنَ، لِرَبِّنَا حَامِدُوْنَ : ([4])

ترجمه : مونږ واپس كيدونكى يوتوبه كونكى يو بنده گى  كوونكى يوسجده كونكى يو دخپل رب تعريف كونكى يو .


دمسافردوعامقيم ته )څوك چه په سفرځى نوپاتى خلكوته دى داسى وائى 

(أَسْتَوْدِعُكُمُ اللهَ الَّذِيْ لاَ تَضِيْعُ وَدَائِعُهُ:([5])

ترجمه : تاسوسپارم هغه ذات ته چه نه ضائع كيږي هغه ته سپارل شوى شيان.

څلورمه كلمه دتوحيد


لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِيْ وَيُمِيْتُ وَهُوَ حَىٌّ لَّا يَمُوْتُ  بِيَدِه الْخَيْرُ  وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ  .


ترجمه : الله نه سوابل معبود نشته هغه تنها يودي هغه څوك شريك نه لري دهغه بادشاهى ده اوټول  تعريفونه هغه لره دي هغه ژوندى كول اومړه كول كوي هغه ژوندى دى دهميش لپاره اومرگ ورلره نشته د عظمت اولويى خاونددي بهترى دهغه لاس كى ده اوپه هرڅه بآندى قادر دى .