اَللّٰہُمَّ إنِّیْ أسْألُکَ الْعَفْوَ وَالْعَافِیَةَ وَالْمُعَافَاةَ فِی الدُّنْیَا وَالآخِرَةِ
که غواړی چی زړه د روښانه او خوشحاله وساتی د ژوند ټولی لارې چارې د سمې شی دجناب مولوی صاحب محمد یاسین فهیم په زړه پوری او ښکلې اصلاحی بیانونه دورځی خامخا یو دانه واوره په سراحت درته ویلی شم چی ډیر څه به ورنه زده کړی .
Followers
Saturday, July 4, 2020
Friday, July 3, 2020
Saturday, May 16, 2020
ليله القدر، دمولوي صاحب محمد ياسين فهيم په زړه پوري برنامه
د قدر د شپې علامې او نښانې:
۱: په دغه شپه به شیطانان په ستورو نه ویشتل کیږي. ځکه ملائکي را کښته کیږي، شیطانان به نه وي.
۲: په دغه شپه به هوا نه یخه وي او نه ګرمه، بلکې معتدله به وي.
۳: په دغه شپه به نه وریځ وي ، نه به باران وي او نه به باد وي.
۴: ددغې شپې په سهار به لمر لکه د څوارلسم سپوږمۍ سپین به وي او شعاوې به نلري چي راخیږي.
۵: ددغې شپې په سهار به د اسمان په کنګرو کي ګرځ وي، دا ځکه هغه ملائکې چي را کښته سوي وي، د هغو د پورته کیدو له کبله دغه غبار وي.
۶: دغه شپه به ډېره روښانه وي.
لقول الرّسول عليه السّلام: (ليلةُ القدْرِ ليلةٌ سمِحَةٌ، طَلِقَةٌ، لا حارَّةٌ ولا بارِدَةٌ) رواه الألباني، في صحيح الجامع، عن عبدالله بن عبّاس، الصفحة أو الرقم: ۵۴۷۵
رواه ابن حبان، في صحيح ابن حبان، عن أبو سعيد الخدري، الصفحة أو الرقم: ۳۶۷۴
رواه مسلم، في صحيح مسلم، عن أُبيّ بن كعب، الصفحة أو الرقم: ۷۶۲.
رواه الألباني، في صحيح الجامع، عن واثلة بن الأسقع و عبادة بن الصامت، الصفحة أو الرقم: ۵۴۷۲
: سوال: د قدر شپې ته ولي قدر وايي؟
: سوال: د قدر شپې ته ولي قدر وايي؟
ځواب:
۱: په دغه شپه کي قرآنکریم د لوح محفوظ څخه و اول اسمان ته نازل سویدی.
۲: ددې شپې عبادت د زرو شپو څخه زیات دی، نو دا شپه قدرمنده ده.
۳: په دغه شپه د انسانانو ټول اعمال، رزق، خیر او شر اندازه ټاکل کیږي.
۴: په دې شپه لږ عبادت ډېر قدر او شرف لري.
۱۶۶: سوال: د قدر شپه کومه یوه ده؟
ځواب:
د روژې د اخري لسو شپو طاق شپې ۲۱، ۲۳، ۲۵، ۲۷، ۲۹ په دغو شپو کي د قدر شپه ده.
ما رُوي في تحري ليلة القدر من حديث عائشة أم المؤمنين -رضي الله عنها- قالت: (تَحَرَّوْا ليلة القدرِ في الوِتْرِ، من العشرِ الأواخرِ من رمضانَ
رواه البخاري، في صحيح البخاري، عن عائشة أم المؤمنين، الصفحة أو الرقم: ۲۰۱۷
۱۶۷: سوال: د قدر په شپه کي کومه دعاء کیږي؟
ځواب:
هغه دعاء چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کړېده هغه داده:
اللهم إنك عفوٌ كريم تحب العفو فاعفو عني
رواه الترمذي، في سنن الترمذي، عن عائشة أم المؤمنين، الصفحة أو الرقم: 3513.
نورې شرعي دعاوي هم مشکل نلري، ذکرونه، نفلونه، تلاوت هر څه جائز دي.
ما روي عن عائشة أم المؤمنين - رضي الله عنها - في فضل الدعاء ليلة القدر؛ حيثُ روي في الصحيح أنّها قالت: (يا رسولَ اللَّهِ أرأيتَ إن وافقتُ ليلةَ القدرِ ما أدعو؟ قالَ: تقولينَ اللَّهمَّ إنَّكَ عفوٌّ تحبُّ العفوَ فاعفُ عنِّي
رواه البخاري، في صحيح البخاري، عن عائشة أم المؤمنين، الصفحة أو الرقم: ۲۰۲۶.
Thursday, April 23, 2020
Tuesday, April 21, 2020
Wednesday, October 2, 2019
Subscribe to:
Posts (Atom)
